اسټرالیا پاکستان ته په پنځوس اوریزه سیالۍ کې ماته ورکړه

حضرت عثمان نوري

دوې سیالۍ وشوې او دواړه سیالۍ د اسیا وچې لوبډلو بایلودې، لومړی هم پاکستان بایلوده، پاکستان له اسټرالیا ماته وخوړه، او بل لور ته بیا سریلانکا له جنوبي افریقا څخه ماته ولیده.

اسټرالیا په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې پاکستان ته په ۸ ویکټو سرماته ماته ورکړه. د اسټرالیا لپاره په توپوهنه کې ارون پینج د خپلې لوبډلې لپاره بهترینه منډې جوړې کړې. پینچ يه ۱۳۵ توپونو ۱۱۶ منډې جوړې کړې، چې په لوبه کې یې ۸ څلوریزې او ۴ شپږیزې شاملې وې. له پنچ وروسته شاون مرش بیا ۹۰ منډې جوړې کړې، مرش په دې منډو کې ۴ څلویزې او ۲ شپږیزې ووهلې. د نوموړي لوبه له ډېرې حوصلې ډکه مالومېده، ځکه په پورته ترسره کړو ۹۱ منډو کې یې د لوړ (هوايي هیټ) هڅه ډېره کم رنګه بریښي او ښکاري چې یوازې ملګرتیا یې خوښوله، ځکه خو یې لوبډله هم د بریا تر بریده ورسوله. د لوبې غوره لوبغاړی هم ارون پینج ونومول شو.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې هیڅ یو لوبغاړی ښه ونه ځلېد، ځکه په ټوله لوبډله کې یوازې محمد عباس او فهیم اشرف دوه هغه لوبغاړي وو چې د سیالې لوبډلې یو – یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

په دې بر یا سره د اسټرالیا لوبډله دوهمه لوبډله شوه، چې د شارجه په میدان کي د ۲۸۰ پورته منډو هدف پسې ځان رسوي.
په لومړي مقام کې بیا د ویسټ انډیز لوبډله قرار لري چې د ۲۸۵ منډو هدف پسی یې ځان رسولی دی.