افغانستان ایرلینډ ته په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې په ۵ ویکټو ماته ورکړه

شیبه وړاندې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې افغانستان د ایرلینډ لوبډلې ته په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه. د لوبې پچه ایرلینډ وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه. ایرلینډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډوکرېل او پواینټر غوره ملگرتیا په مرسته ۱۳۲ منډې جوړې کړې او افغان ملي لوبډلې ته يي د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه. ایرلینډ لپاره پواینټر په ۲۸ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۱ او ډوکرېل په ۲۸ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۴ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو ښه وځلېدل.

 ملي لوبډلې د ۱۳۳ منډو هدف په تعقیب خپله توپ وهنه پیل کړه او افغانستان لپاره حضرت الله ځاځی او اصغر افغان لوبه پیل کړه، خو اصغر افغان یو ځل بیا کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په پنځو توپونو د یوې څلوریزې په مرسته یوازې ۵ منډو جوړولو سره خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او پر ځای يي سمیع الله شینواری توپ وهنه پیل کړه.

د لوبې څلورم اور کې حضرت الله ځاځی هم د شپږیزې وهلو ناکامه هڅه کې د رانکېن په بال د تامپسن له لوري کېچ شو او په دې ډول افغانستان خپله دوهمه وېکېټه هم له لاسه ورکړه. حضرت الله ځاځی په ۶ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۱ منډې جوړې کړې وې. له حضرت الله ځاځی وروسته کریم جنت توپ وهنه پیل کړه. یوازې دوه توپونه وروسته کریم جنت هم د شاټ وهلو ناکامه هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او افغانستان له جدي ستونزو سره مخ شو. کریم جنت په ۳ توپونو له کومې منډې جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. د کریم جنت تر سوځېدو ورسته محمد نبي توپ وهنه پیل کړه. د محمد نبي او سمیع الله شینواري لنډ ملگرتیا څخه وروسته د لوبې شپږم اور کې سمیع الله شینواري خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. نوموړی په ۱۹ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۱۷ منډې جوړې کړې وې.

د شینواري تر سوځېدو وروسته د لوبې اتم اور کې شرف الدین اشرف هم خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او پر ځای يي نجیب الله ځدران توپ وهنه پیل کړه. شرف الدین اشرف په ۷ توپونو ۶ منډې جوړې کړې وې. افغانستان په پرلپسې توگه پنځه مهمې وېکېټې له لاسه ورکړې خو د نجیب الله ځدران او محمد نبي غوره ملگرتیا افغانستان له ستونزمنو حالاتو وېستلو کې د پام وړ مرسته وکړه او د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ ته يي د پای ټکی کېښود.

افغانستان د نجیب الله ځدران او محمد نبي پیاوړې او لوبه گټونکې ملگرتیا په مرسته ۱۹٫۲ اورونو کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۶ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په پنځو وېکېټو وگټله. افغانستان لپاره یوازې نجیب الله ځدران او محمد نبي پیاوړې لوبه وکړه او د دغو لوبغاړو غوره توپ وهنه او ملگرتیا دغې لوبې کې د افغانستان د بریا لامل شوه. محمد نبي په ۴۰ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹ او نجیب الله ځدران په ۳۶ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

ایرلینډ لپاره رنکېن ۲ او چېس، لېټل او گټېکېټ یوه یوه وېکېټه واخیسته.