د دیګانو پریمرلیګ: انتظارلوبډلې له پرلپسې ۷ بریاوو ورسته ماته ومنله

_تاند

د دیګانو پریمرلیګ اتلسمه لوبه کې RCB کلب انتظارلوبډلې ته ماته ورکړه، دغه سیالۍ د دیګانو فریمرلیګ یعنې DPL کې اتلسمه سیالي د انتظار کلب او RCB لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ټاس د RCB لوبډلې لوبډلمشر خالد شاه حقمل وګاټه او پخپله یې د توپوهنه پرېکړه وکړه چې په پوره ۱۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د انتظارلوبډلې ته د ۱۴۳منډو هدف وټاکه چې د توپوهنه په برخه کې جاوید د ۱۱ شپږیزو پرمټ ۷۸ او معصوم وصال ۱۲منډې جوړې کړې، د توپ اچونې په برخه کې بیا عبدالله د ۲۳ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي اوټ کړل.


نوی چاپ شوی کتاب (څروی) د لنډو کیسو ټولګه ده چې ښاغلي استاد اجمل پسرلي پکې نږدې ۶۰ کیسې چاپ کړي دي او تازه سروش کتاب خپرنځي ادارې خپور کړی دي.

سیاله لوبډله د هدف د ترلاسه کولو په موخه د لوبې ډګر ته راښکته شوه او د ۱۴۳منډو لپاره دانتظار لوبډلې د هدف رانیولو په موخه لوبه پیل کړه چې دوی د ۴ لوبغاړو په سوځیدو او د ټولو اورونو په لوبېدا سره یې ۱۰۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې په ۴۱ منډو بایلوده.

د توپوهنه په برخه کې نصیب عتیق الله مهران ۲۳ منډې جوړې کړې او د توپ اچونه په برخه کې زاهد ځلاند د ۱۸ منډو په ورکولو سره ۲ خالد شاه حقمل د۲۲ منډو په ورکولو سر۱ لوبغاړې اوټ کړ.
د سیالۍ غوره لوبغاړی جاوید شو، د سیالۍ غوره کیچ سباوون ترلاسه کړ او د سیالۍ سټایلش شاټ بیا نصیب وواهه.

دا سیالۍ په دې جالبه وه چې جاوید په ۶ توپونو باندې  ۶شپږیزي ترلاسه کړ او بله خبره دا وه چې انتظار لوبډلې لومړې ماته اوخوړه. دا لومړۍ ځل دی چې د لوبو په دغه ډګر باندې شپږ شپږیزې وهل کیږي.
هېره دې نه وي چې سبا به په دغه لیګ کې د اېلون سټار او افغان ټایګر لوبډلو ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شي.