د دیګانو فریمرلیګ څلورمه لوبه کې افغان ټایګر سپین غربازانو لوبډلې ته ماته ورکړه

خالد شاه حقمل

 د دیګانو فریمرلیګ یعنی DPI کې څلورمه سیالي پرون مازیګر د افغان ټایګر او سپین غربازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ټاس دسپین غربازانو لوبډلي لوبډلمشر ګل ویس خان وګاټه او پخپله یې د بیټنګ پرېکړه وکړه، چې په پوره ۱۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو دافغان ټایګر لوبډلي ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه، چې د بیټنګ په برخه کې سلام ۴۰ انورالله هلال ۲۷ او ګل ویس خان بیا ۲۱ منډی جوړې کړې او د بالینګ په برخه کې بیا غازی الرحمن ۳۲منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړي سردلی جان ۱۸ منډو په ورکولو سره ۱ یو لوبغاړي اوټ کړل.
دغه راز ملک نور یوه ویکټ ترلاسه کړه د۱۳۱منډو لپاره د افغان ټایګرلوبډلي لوبه پیل کړه چي دوی د ۴ لوبغاړو په سوځیده سره په ورستی اور کې یاد هدف ترلاسه کړ او لوبه يې په ۶ ویکټو وګټله.


د بیټنګ په برخه کې ملک نور۵۷  چټکې منډې وکړې، اکرم الله ۱۸ او عیدالرحمن بیا ۱۲ منډې جوړې کړې او د بالینګ په برخه کې ګل ویس خان د ۲۱ منډو په ورکولو سره ۲، شمس الله ۳۲ منډو په ورکولو سره ۱ لوبغاړی اوټ کړ.
د سیالۍ غوره لوبغاړی ملک نورشو او د سیالې غوره کیچ سردلی جان ترلاسه کړ او د سیالی سټایلش شاټ بیا ذبیح الله ترلاسه کړ.

په لوبغالي کې د لوبڅارۍ په برخه کې رحیم الله او منور د لوبې او واحد بیا د منډو لوبڅار وو.
دغه لوبي ته زیات شمېر نندراچیان هم راځي چې زموږ سیالیو ته یې لا نوره ښکلا هم ورکړي.

هېره دې نه وي چې سبا به په دغه لیګ کې ار سی بی لوبډله دانتظار لوبډلې پر وړاندې دسیالۍ ډګر ته ښکته شی.