د دیګانو فریمرلیګ دوهمه لوبه کې ار سي بي افغان ټایګر ته ماته ورکړه

 نن د دیګانو فریمرلیګ یعنی DPI کې دوهمه سیالي دRCB  کلب او افغان ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ټاس د RCB  لوبډلي لوبډلمشر خالد شاه حقمل وګاټه او پخپله یې د بیټنګ پرېکړه وکړه چې په پوره ۱۰ اورونو کې یې د ۵  لوبغاړو په سوځیدو دافغان ټایګر لوبډلي ته د ۱۰۴ منډو هدف وټاکه چې د بیټنګ په برخه کې فیض الله ۲۰ او سباوون ۸ منډی جوړې کړې او د بالینګ په برخه کې بیا حکیم د ۸ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي غازي الرحمن اوټ کړل او د ۲۴ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي اوټ کړل.

دغه راز زکیم یوه ویکټ ترلاسه کړه د ۱۰۴منډو لپاره د افغان ټایګر لوبډلي لوبه پیل کړه چي دوی د ټولو لوبغاړو په سوځیده سره یې د۴’۹ اورونو کې یواځی ۸۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۶ منډو په توپیر بایلوده.

 د بیټنګ په برخه لوبډلمشر اکرم الله په لسو بالونو ۳۰ چټکې، رتاض خان ۱۷ او ذبیح الله ۶ منډې جوړې کړې او د بالینګ په برخه کې زاهد ځلاند د ۹ منډو په ورکولو سره ۴ حضرت الله د ۵  منډو په ورکولو سره ۴ او هیټریک یې هم ترسره کړ او پاتیې ۳ نور لوبغاړي رن اوټ شول.
د سیالۍ غوره لوبغاړی عظیم شو او د سیالې غوره کیچ بیا ویکټ کیپر اکرم الله ترلاسه کړ.

نن ورځ په لوبغالي کې د لوبڅارۍ  په برخه کې عمر شاه او راحیم الله د لوبې او واحید بیا د منډو لوبڅار وو

دغه لوبي ته زیات شمېر نندراچیان هم راځي چې زموږ سیالیو ته یې لا نوره ښکلا هم ورکړی نن ورځ RCB لوبډلې منیجر حضرت زمان او د RCB لوبډلې سپانسر معصوم وصال هم راغلی وو.

هېره دې نه وي چې سبا به په دغه لیګ کې د انتظار کلب او د ایلون سټار لوبډلو ترمنځ په زړه پوري سیالۍ ترسره شي.