د پاکستان څلورم پړاو سپرلیګ به سږ کال له نړیوالو لوبغاړو محروم وي

عزیزالله عزیزي

څلورم پړاو پاکستان سپر لیګ سیالۍ به پداسې مهال پيل شي چې اکثریت نړیوال مشهور لوبغاړي به پکې ممکن د خپلو لوبډلو سره د مصروفیتونو له کبله برخه وانخلي.

د پاکستان سپر لیګ پر مهال دغه سیریزونه ترسره کیږي.

اسټرالیا په هند کې سیریز لري.

بنګله دیش په نیوزیلینډ کې سیریز لري.

انګلیستان به د ویسټ انډیز سره په سیالیو کې بوخت وي.

سریلانکا به د سویلي افریقا سره په سیریز کې بوخته وي.

افغانستان به د ایرلینډ سره په سیریز کې بوخت وي.