هند د کرکټ د نړیوالو اتلولیو لپاره خپل ټیم اعلان کړ

خبریال: فضل رحیم رحیمي:

د هندوستان کرکت بورد د کرکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د اتلولۍ جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

هند د ویرات کوهلي تر لوبډلمشرۍ لاندې خپل ټیم نن /دوشنبه/ اعلان کړ.

په اعلان شوې لوبډله کې د لوبډلمشر کوهلي ترڅنګ مهندر سینګ ډوني، امیشیادوف، شیکر دوهون، محمد شمي، راویندر جدیجا، یوراج سینګ، اجنکی ریهاني، جاس پریت بومرا، بونیشور کمار او هاردیک پانډیا شامل دي.

د کرکټ د نړیوالې اتلولۍ جام لوبې د انګلستان په کوربه توب د جون له لومړۍ نیټې څخه تر ۱۸ پورې د انګلستان په دریو ښارونو کې ترسره کېږي.

 په دې سیالیو کې به ۸ لوبډلې په دوو ګروپونو کې لوبې وکړي.

په دې لوبو کې د هندوستان کرکټ لوبډلې یوه حساسه سیالي به د جون په ۴ نیټه له خپل سرسخته سیال پاکستان سره وي.

هندوستان به له سویلې افریقا، سریلانکا او پاکستان سره لوبې وکړي او اسټرالیا، انګلستان، نیوزیلینډ او بنګله‌ دېش به په دویم ګروپ کې سیالۍ ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *