افغانستان د اسیايي اتلولیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

تاند- د افغانستان کرکټ بورد د یکشنبې په ورځ د اسیايي جام سیالیو لپاره د هیواد ملي لوبډله اعلان کړه.

د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل وویل چې دا ځل د ملي لوبډلې په جوړښت کې ۱۷ تنه لوبغاړي ځای شوي چې منیراحمد کاکړ پکې نوی نوم دی.

ښاغلي منګل د افغان لوبډلې نور لوبغاړي په دې ډول وښودل:

محمد شهزاد محمدي (ويکېټ ساتونکی)، محمد جاويد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، اصغر افغان (لوبډلمشر)، حشمت الله شهيدي، نجیب الله ځدران، سميع الله شينواری، منیراحمد کاکړ(ویکټ ساتونکی)، محمدنبي عیسی خیل، ګلبدين نایب، راشدخان، شرف الدين اشرف، مجیب الرحمن، افتاب عالم، سید احمد شېرزاد او وفادار

منګل زیاته کړه(( د دوبۍ موسم په اوس وخت کې ډېر زیات ګرم دی هره شېبه د دې امکان شته چې یو لوبغاړی ټپي شي ځکه مو منیر احمد چې په کورنیو سياليو، نولس کلنې لوبډلې، ایمرجینګ او الف لوبډله کې يې ښه وړتيا له ځانه ښودلې د کيپر په توګه لوبډلې ته راوست او دوه نور لوبغاړي هم په دې خاطر زیات غوره شوي.))

نوموړي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې دولت ځدراڼ بیا د ډاکټرانو د راپور پر بنسټ چې لا هم بايد تر درملنې لاندې وي، په لوبډله کې نه دی ځای شوی.

دغه راز د غوراوي کميټې غړي عبدالولي امین بیا وویل د لوبغاړو د غوره کولو دنده اوس مهال تر بل هر وخت ستونزمنه ده ځکه د نولس کلنو، ایمرجینګ او الف لوبډلې لوبغاړي هم غوره وړتیا له ځانه ښيي چې له ډلې يې منیراحمد کاکړ ته چانس هم ورکړل شو.

اسيايي جام سيالۍ چې د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي، د همدې میاشتې تر ۲۸ نيټې به دوام لري.

دا ځل اسيايي جام سيالۍ چې شپږ لوبډلې پکې برخه لري، په ګروپي بڼه مخ ته ځي چې افغانستان، بنګله دیش او سریلانکا به سره بخت ازمايي.

پاکستان، هندوستان او یوه بله لوبډله چې د لار موندنې له پړاو به راوځي، بل ګروپ کې له یوه بل سره مخ کېږي.