د شرط د ګټلو لپاره پر خپل ټیم ګول وهل
تاند- د روسیې د فوټبال په درېم درجه لیګ کې یوه لوبغاړي قصداً خپلې لوبډلې ته ګول ورکړ او په دې خورا بې ساري اقدام یې د خلکو پام ځان ته واړاوه.
د رشیا ټوډې ویبپاڼې د راپور له مخې، د روسیې د فوټبال د دوو لوبډلو د مسابقې په ۷۷ دقیقه یوه لوبغاړي ارشین څاګولیف د خپل ګول په ډي کرښه کې د سیال ټیم د لوبغاړي په وړاندې قصدي فول وکړ چې هغه پینالټي واخلي او ګول ووهي خو سیالې لوبډلې د پینالټي شوت میس کړ او ګول یې ونه وهلی شو.
د لوبې په وروستۍ دقیقه هماغه لوبغاړي (ارشین څاګولیف) د توپ له ترلاسه کولو سره سم د خپل ګول لور ته مخه کړه او ګول یې وواهه.
ده په خپل ګول کې له ګولو وهلو وروسته د خپلې لوبډلې د روزونکي لور ته وځغاستل چې جنجال ورسره وکړي او داسې وښيي چې ګواکي پر روزونکي په غوسه دی.
ریفري یا حکم چې د دغه لوبغاړي په کارونو حیرانه شوی و، سور کارت ورکړ او له لوبې یې وایست.
وروسته وویل شول چې دغه لوبغاړي شرط تړلی و چې په دې سیالۍ کې به ۳ ګولونه ووهي. درېم ګول یې پر خپله لوبډله وواهه او غالباً به یې شرط ګتلی وي خو تیتان کلب نه یوازې څاګولیف بلکې ۳ نور لوبغاړي هم بیخي وایستل.