افغان لوبډلې د یوې لوبې په ګټلو درې ګتې وکړې

فضل الرحیم رحیمي: مجیب ځدراڼ په کم عمره لوبغاړو کې د پاکستاني وقار یونس ریکارډ مات کړ.

افغان لوبډلې سیریز یا لړۍ او لوبه دواړه پخپله ګټه تمامې کړې.

شهزاد دویم افغان کرکټر شو چې خپلې منډې یې تر دوه زرو ورسولې.

د افغانستان او زیمبابوې لوبډلو ترمنځ په څلورمه یوه ورځینۍ لوبه کې ځوان محیب د پنځوسو منډو په مقابل کې پینځه زیمبابوې لوبغاړي وسوزول.

په دې لوبه کې د زیمبابوې لوبډلې په لومړي وار (توپ وهنه) کولو سره د ټولو لوبغاړو په تاوان (۱۳۵) منډې جوړې کړې.

په ځوابي توپ وهنه کې افغان لوبډلې یاد هدف په ډیرې اسانۍ سره په اوپنینګ پوره کړ چې دې توګه یې سیریز اولوبه دواړه په یوار پخپله ګټه تمامه کړه.

په دې سیالۍ کې شهزاد محمدي (۷۶) او احسان جنت (۵۱) منډې ترسره کړې خو دل وبې غوره لوبغاړی مجیب ونومول شو چې د مقابلی لوبډلې پنځه لوبغاړي یې سوزولي و.

بل لور ته په دې لوبه کې شهزاد محمدي له محمد نبي ورورسته دوهم افغان کرکټر شو چې خپلې منډې یې تردوه زرو ورسولې خو په عین حال کې بیا شهزاد لومړنی افغان شو چې د افغانستان لپاره یې په یو ورځنیو لوبو کې (۲۰۳۴) منډې جوړې کړي دي.

مجیب ځدران په شپاړس کلنې کې دغه پینځه ویکټې ترلاسه کړې، خو وقاریونس بیا دغه کارنامه په اتلس کلنې کې ترسره کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *