پخوانی ویست انډیزي لوبغاړی د افغان لوبډلې روزونکی شو

تاند- د ویست انډیز پخوانی ال راونډر فیل سیمنز د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی یا کوچ غوره شو.

سیمنز وروسته له دې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی وټاکل شو چې هندي روزونکي لالچند راجپوت دا دنده پرېښوده.

راجپوت یوازې ۳ میاشتې د افغانستان له ملي لوبډلې سره کار وکړ.

سیمنز (Phil Simmons) تجربه کار روزونکی دی. نوموړی پخوا د آیرلنډ او ویست انډیز د لوبډلو روزونکی هم پاتې شوی دی.

۵۴ کلن سیمنز په ۲۰۰۲ م کال له کرکټ څخه تقاعد شو او د لومړي ځل لپاره یې د روزونکي په توګه له زیمبابوې سره کار پیل کړ.

خو ده د زیمبابوې له لوبډلې سره، چې په بد حالت کې وه، مرسته ونه کړای شوه او په نتیجه کې یې دنده له لاسه ورکړه.

د دې خلاف ده د ایرلنډ ټیم بري ته ورساوه. په ۲۰۰۷ کې یې دا لوبډله د دې جوګه کړه چې نړیوال جام ته لاره ومومي.

سیمنز، چې په ۲۲۴ مسابقو کې د روزونکي دنده په غاړه لرلې ده، د نړۍ یو له هغو روزونکو څخه ګڼل کېږي چې د زیاتو نړیوالو سیالیو رزونکی پاتې شوی دی.

دی له خپلې اصلي لوبډلې (ویست انډیز) څخه له جلا کېدو ۸ کاله وروسته بېرته د هغې روزونکی شو او خپله لوبډله یې د شل اوریزو سیالیو د نړیوال جام ګټونکې کړه.

سیمنز به له زیمبابوې سره د افغانستان د ملي لوبډلې په راتلونکو ۲ شل اوره سیالیو کې د روزونکي په توګه کار وکړي، ورپسې به له زیمبابوې سره په شارجه کې د افغانستان د لوبډلې د ۵ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د افغان لوبغاړو د روزنې چارې پر مخ یوسي.

په مارچ میاشت کې به د نړیوال جام د غوراوي لپاره افغان لوبډله د سیمنز تر لارښوونې لاندې زیمبابوې ته لاړه شي.

همداراز له هند سره به د افغانستان په لومړنۍ ټیسلوبې کې سیمنز د افغانستان کوچ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *