د ګانا پخوانی روزونکی د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی شو

تاند- د ګانا د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانی سرروزونکی د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی وګومارل شو.

اوتو پیفستر وروسته له دې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی وټاکل شو چې د پخواني کوچ یا روزونکي، چې د جرمني و، یو کلن قرارداد بشپړ شو.

پفستر به هڅه وکړي چې د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال اسیايي جام سیالیو ته ورسوي.

ټاکل شوې ده چې د دغه جام د غوراوي لپاره د درېم یا وروستي بړاو لوبې راتلونکې میاشت پیل شي.

ویل کېږي چې پخواني روزونکي پیتر سیګرت د فوټبال په فدراېشن کې د اختلافاتو له کبله د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم د روزونکي په توګه له کار سره خدای پاماني وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *