پېښور زلمو د پاکستان د غوره لیګ پایلوتې ته ووتل
تاند- د پاکستان د کرکټ د غوره لیګ نن شپه /جمعه مارچ۳/ په دوبۍ کې د پېښور زلمي او د کراچۍ کینګز لوبډلې مخامخ شوې.
پېښور زلمو د کراچۍ کینګز یا پاچهاهانو ته ۱۸۲ منډې هدف وټاکه. دوی دا هدف په داسي حال کې وټاکه چې یوازې ۳ لوبغاړي یې وسوځېدل.
د پېښور زلمو لپاره تر ټولو ډېرې منډې کامران اکمل وکړې. ده په ۶۵ توپونو ۱۰۴ منډې وکړې.
پېښور زلمیانو دا سیالي په ۲۴ منډو وګټله او پایلوبې ته ورسېدل.
ټاکل شوې ده چې پېښور زلمیان په پایلوبه کې د کوټې له لوبډلې سره مخامخ شي.
مخکې کوټې د پېښور زلمیانو ته په یوه رنز ماتې ورکړې وه.