دوه افغان رلمکي لوبغاړي د پاکستان په غوره لیګ کې شامل شول

تاند- د پاکستان د کرکټ د غوره لیګ ټیمونو د افغانستان دوو تنکیو لوبغاړو ته په دې لیګ کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د افغانستان تر نولس کلونو کشر ټیم لوبغاړو طارق ستانکزي او مجیب الرحمن رحمان ته بلنه ورکړای شوې چې (د پېښور زلمي) په لوبډله کې ولوبېږي.

پېښور زلمو نن /دوشنبه/ په دوبۍ کې د لاهور قلندرز ټیم ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې محمد شهزاد او محمد نبي ته په دې ټورنمنټ کې د ګډون بلنه ورکړای شوې وه.

د ملي لوبډلې بل لوبغاړی شهزاد محمدي به له زیمبابوې سره له ۵ یو ورځینیو سیالیو وروسته یعني د فبرورۍ په پای کې د پاکستان په غوره لیګ کې به ګډون وکړي.

محمد نبي د دغه لیګ په لومړیو دوو سیالیو کې ګډون کوي خو بېرته هرارې ته ځي چې د فبرورۍ په شپاړسمه د زیمبابوې په وړاندې د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *