شهزاد محمدي او محمد نبي د پاکستان په غوره لیګ کې لوبېږي

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي محمد نبي او شهزاد محمدي د پاکستان د غوره لیګ په سیالیو کې لوبه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې محمد نبي به د پاکستان د غوره لیګ په لومړیو دوو سیالیو کې ګډون وکړي او بیا به له دغه هیواده زیمبابوې ته روان شي چې د افغانستان له ملي ټیم سره یوځای شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زیمبابوې ملي ټیمونه لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه د فبرورۍ په ۱۶ مه په هرارې کې وکړي.

د دوی دوهمه سیالي د فبرورۍ په ۱۹مه، درېمه د فبرورۍ په ۲۴ مه او پنځمه یا وروستۍ د فبرورۍ په ۲۶مه په پام کې نیول شوې ده.

د ملي لوبډلې بل لوبغاړی شهزاد محمدي به له زیمبابوې سره له ۵ یو ورځینیو سیالیو وروسته یعني د فبرورۍ په پای کې پاکستان ته لاړ شي او د دغه هیواد په غوره لیګ کې به ګډون وکړي.

ډېره تمه وه چې دا دوه افغان لوبغاړي به د هند په غوره لیګ کې واخیستل شي. همداراز ګومان کېده چې د افغان ملي ټیم ځلاند استعداد راشد خان ارماني به هم پاکستاني یا هندي کلبونه وپېژني خو داسي ښکاري چې هغوی تراوسه پوري د ارماني استعداد ته متوجې شوي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *