افغان سفیر له پاکستاني وزیر سره پر سپورتي اړیکو خبرې وکړې

تاند- په پاکستان کې د افغانستان سفیر له بېلابېلو پاکستاني چارواکو سره د کتنو په لړ کې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د صوبو ترمنځ د همږغۍ له وزیر میا رضا پیرزاده سره وکتل.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي چې په دې کتنه کې دواړو خواوو پر سپورتي مسایلو خبرې وکړې.

پیرزاده وویل، افغانستان د روزنې او مسابقو لپاره خپل لوبغاړي پاکستان ته لېږلی شي.

ده همداراز وویل چې باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ او فوټبال مسابقې وشي.

پیرزاده د اسلام اباد په سپورتي کمپلیکس کې د پاکستان او ایران ترمنځ د دافیس کپ وروستیو سیالیو ته په اشارې وویل، افغانستان هم په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره خپل لوبغاړي پاکستان ته رالېږلی شي.

ده وویل چې دا سپورتي کمپلیکس د هر سپورت یا لوبې لپاره وسایل، ځای او بشپړ امنیت لري.

د افغانستان سفیر یادونه وکړه چې که د دوو هیوادونو ترمنځ مسابقې وشي، دا به ښه او مثبت خبر وي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر په وروستیو کې د مولانا سمیع الحق او شهباز شریف په شمول له بېلابېلو پاکستاني مشرانو او سیاستوالو سره کتلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *