اجرائيه رئيس: په سپورتي ادارو کې ستونزې پای ته رسوو

تاریخ: 19 ثور 1396

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د ورزشي خبریالاتو د فدراسیون له غړو سره، د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون، د هېواد د خبریالۍ او سپورتي وضعیت د ستونزو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې په سپورتي ادارو کې اختلافاتو لوبغاړي او د افغانستان اتلولۍ یې اغېزمنې کړي دي.

هغوی وویل، که روان وضعیت بدلون ونکړي نو په سپورتي برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي او لوبغاړي به زړه توري شي. د دې ترڅنګ هغوی په هېواد کې د ورزشي خبریالۍ په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون غواړی چې به منظم او منسجم ډول سره سپورتي پېښو ته خبري پوښښ وکړي.

د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون د خپلو لاسته راوړنو په اړه هم اجرائيه رئيس ته معلومات ورکړل او هم یې د نړۍ د ورزشي خبریالانو د فدراسیون له لوري له ورزش او رسنیو څخه د اجرائيه رئيس د ملاتړ په اړه، ډاکټر عبدالله عبدالله ته را استول شوی تندیس هم ډالۍ کړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون چارې او لاسته راوړنې وستایلې او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

اجرائيه رئيس وویل، کوښښ کوي چې د ملي یووالي حکومت هر څه ژر په سپورتي ادارو کې رامنځته شوي ستونزې حل کړي؛ خو اختلافونه او ناندرۍ نباید د لوبغاړو په روحیه اغېز وکړي او د هغوی فعالیتونه له خنډ و ځنډ سره مخ کړي.

د هېواد اجرائیه رئیس وویل، له رسنیو او ورزشي ادارو څخه ملاتړ د حکومت دنده ده او هغوی ته د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو او د ستونزو لرې کولو لپاره یې هڅې کوي.

د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون په 2016 کال کې د اسیا د تر ټولو غوره فدراسیون د سپینو زرو او د دې فدراسیون غړي ابراهیم مومند په 2016 کال کې د اسیا د غوره ورزشي خبریال د سرو زرو مډال اخیستي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *