د کرکټ له ۶۰ لوبغاړو فزیکي ازموینه
خبریال: فضل رحیم رحیمي – د افغانستان کرکټ بورد د ۶۰ تنو ملي لوبغاړو لپاره درې ورځنۍ فزیکي ازموینه پیل کړه.
د ملي لوبډلې منیجر شیراغا همکار په وایي چې په دې درې ورځو کې به د جیسن او خواجه راحیل تر لارښوونې لاندې د لوبغاړو فزیکي وړتیاوې معلومې کړي.
نوموړی زیاته کړه چې په راتلونکي کې به یې له مخې، د یادو لوبغاړو د فزیکي لوړتیا لپاره کار وشي چې د لوبولپاره ښه اماده شي.
دا په داسی حال کې ده چي افغان کرکت لوبډله د راتلونکي جون میاشتی پر دوهمه نیټه له کوربه ویسټ انډیز سره درې شل اوریزې اودرې یوه ورځینۍ لوبې ولري.
د دې سېالېو د ښه چمتووالي په موخه به په نږدې ورځو کې د هند په ګریتر نویډا لوبغالي کې د لوبغاړو لپاره یو تمریناتي کمپ هم جوړ شي.
د یادونې ده چې له وییسټ انډیز سره له لوبو ورورسته به افغان لوبډله په جولای میاشت کې له مارليبون کرکتټ کلپ (یا د نړۍ یوولس کسیزی لوبډلې) سره یوه یو ورخنی لوبه ترسره کړي.