د افغانستان کرکټ بورډ ۳ لوبغاړو ته سزا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د ډسپلین کمیټې د نجیب الله ترکي، آفتاب عالم او نورالحق ملکزي په اړه خپله پریکړه اعلان کړه
د میلیون جام تر نامه لاندې د خصوصي سیالیو په ترڅ کې د ژوندۍ لوبې پر مهال نجیب الله ترکي، آفتاب عالم او نورالحق ملکزي اخلاقي تیروتنې وکړې چې په پایله کې یې د ډسپلین کمیټې لخوا یاد لوبغاړي محکوم شول او په اړه یې رسمي پریکړه اعلان شوه.

د پریکړې له مخې پر نجیب ترکي په کورنیو او نړیوالو لوبو کې د ګډون لس میاشتنی بندیز وضع شو او نوموړی به په یاده موده کې د کرکټ بورډ له ټولو امتیازاتو بې برخې وي. همداراز، پر آفتاب عالم په کورنیو او نړیوالو لوبو کې د ګډون څلور میاشتنی بندیز ولګید او نوموړی به هم په یاده موده کې د کرکټ بورډ له ټولو امتیازاتو بې برخې وي. حال داچې نورالحق ملکزی به د دوه میاشتو مودې لپاره په کورنیو سیالیو کې ونډه نه شي اخیستلای.


هېره دې نه وي چې د ډسپلین کمیټې یادو لوبغاړو ته د ریاست له مقام څخه د دوه ورځو په موده کې پر دلایلو ولاړ اعتراض حق ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *