کرکټ بورډ واييو لوبغاړي اجازه نه لري چې په بهر کې واوسي

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې له هغو ټولو لوبغاړو، چې له افغانستانه دباندې اوسي، غوښتي چې په خپل هیواد کې واوسي.

کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پرانیستګر لوبغاړی محمد شهزاد د کرکټ بورډ له اجازې پرته د پېښور د ځايي لوبډلو په تورنمنټ کې د لوبېدو په خاطر ۳ لکه افغانۍ جریمه کړی او ورڅخه غوښتي یې دي چې خپله کډه افغانستان ته راولي.

کرکټ بورډ په وروستیو کې د ملي ټیم د لوبغاړو لپاره مقررات سخت کړي دي.

د کرکټ بورډ ريیس عاطف مشعل (ESPNcricinfo) ته ویلي «لوبغاړي نه پرېښودل کېږي چې بل هیواد ته له اجازې پرته لاړ شي. هغوی چې په بهر کې اوسي، یوه میاشت وخت ورکړل شوی چې له خپلو کورنیو سره بېرته افغانستان ته راشي، کنې کرکټ بورډ به له هغوی سره خپل قراردادونه ختم کړي.»

مشعل همداراز ویلي«د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د دسپلین په برخه کې مقررات سخت کړي او هغوی ته یې یوه میاشت وخت ورکړی چې په دې موده کې ځان له پالیسۍ سره سم کړي. ټول لوبغاړي او کارکوونکي باید په افغانستان کې واوسي او دوی اجازه نه لري چې د کرکټ بورډ له اجازې پرته په بهرنیو هیوادونو کې ولوبېږي.»

دېرش کلن شهزاد، چې د ننګرهار ولایت دی، کوچینواله په پېښور کې د مهاجر په توګه تېره کړې. ده په پېښور کې واده کړی او ډېر وخت د پښتنو په دغه ستر ښار کې تېروي.

شهزاد د نړیوال جام د غوراوي په تورنمنټ کې د افغانستان لپاره له دې سره سره ښه لوبه وکړه چې یو کال د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري په سیالیو کې له ګډون کولو منع شوی و.