هند کرکټ بورډ: د افغانستان ای پي ایل ته په خپله خاوره کې د سیالېو اجازه نه ورکوي

سمیع الله دراني

د هندوستان کرکټ بورډ په هند کې د افغانستان کرکټ لیګ ته اجازه نه ورکوي، دا خبره د هندوستان کرکټ بورډ پرون کړې، چې د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ یا ای پي ایل ته به په هند کې اجازه ورنه کړي، چې ترسره شي.
دغه کرکټ بورډ ویلي دوی خپل داخلي کرکټ لیګ یا آې پي ایل لري او بل څنګزن لیګ په خپل هېواد کې نه شي زغملای.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر اسدالله خان له هندي کرکټ بورډ غوښتي وو، چې د افغانستان کرکټ لیګ ته په هند کې اجازه ورکړي؛ خو هند د افغان کرکټ بورډ دا غوښتنه رد کړې ده.
اسدالله خان له هندي کرکټ بورډ څخه په هندوستان کې د دریم هوم ګراونډ غوښتنه هم کړې ده؛ خو د هند کرکټ بورډ تر اوسه د دریم لوبغالي په اړه څه نه دي ویلي.
یاده دې وي چې هند تر دې دمه افغانستان ته دوه لوبغالي ګرېټر نوېډا او ډېراډون د کورني کرکټ لوبغالي په توګه ورکړي.

په پام کې ده چې د روان نړیوال جام سیالېو په لړ کې افغان کرکټ ملي لوبډله د هندوستان په وړاندې خپله یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. له دې وړاندې افغان لوبډلې په یاد جام کې هیڅ بریا نه ده خپله کړې.