نیوزیلنډ د نړیوال کرکټ جام د جدول په سر کې دی

تاند- د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام کې نن (چهاراشنبه) نیوزیلنډ جنوبي افریقا ته په ۴ ویکټونو او ۳ توپونو ماتې ورکړه.

جنوبي افریقا د ۶ لوبغاړو په تاوان ۲۴۱ منډې کړې وې. نیوزیلنډ دا هدف د ۶ لوبغاړو په تاوان په ۴۸ اور او درېم توپ پوره کړ.

دې بري نیوزیلنډ د روان ۲۰۱۹ نړیوال جام د جدول په سر کې راوست.

نیوزیلنډ ۵ مسابقې کړي، ۴ یې ګټلي او یو امتیاز باران ورپه برخه کړی.

ورپسې انګلیستان دی چې په ۵ سیالیو کې یې ۴ ګټلي خو د دې لپاره چې پرون (سې شنبه) یې له افغانستانه په ډېر توپیر وګټله له نیوزیلنډ وروسته په دوهم مقام کې راغی، کنې استرالیا هم ۵ مسابقې کړي او ۴ یې ګټلي دي.

هند ۴ مسابقې کړي خو له دې سره سره تر دې دمه څلورم مقام لري.

اکثرو ټیمونو لرترلږه یو امتیاز د باران د اورېدو له کبله ترلاسه کړی خو افغانستان ته باران نه یوازې کوم امتیاز ور په برخه کړی نه دی بلکې تاوان یې وراړولی دی.