په نړیوال جام کې نیوزیلنډ د جدول په سر کې ځای خپل کړ

سمیع الله درانی
په روان ۲۰۱۹م کال نړیوال جام سیالېو کې مخکښه لوبډله د نیوزیلنډ ده، د نړیوال جام ۲۵ مه لوبه د نیوزیلنډ او جنوبي افریقا ترمنځ ترسره شوه، نیوزیلنډ د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچوونه وکړه.
لوبه د باران له امله ۴۹ اورونوته راښکته شوه، جنوبي افریقا د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د هاشم امله د ۵۵ منډو او د وانډر ډوسېن د ۶۷ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۲۴۱ منډې وکړې. لاکي فېرګوسن درې وېکټې واخېستې.
نیوزیلنډ دا هدف په ۴۸ اعشاریه ۳ اورونوکې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د کېن ویلیمسن د ۱۰۶ ناسوځېدلو منډو او د کولېن ډي ګرېنډ هوم د ۶۰ سوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او افریقا ته یې په ۴ وېکټو ماته ورکړه.
کرېس مورېس د افریقا لپاره درې وېکټې واخېستې، ددې سیالۍ د لوبې غوره لوبغاړی لوبډلمشر کېن ویلیمسن وپېژندل شو.
د دې لوبې په ګټلو سره نیوزیېنډ د نومرو په جدول کې لومړی شو او انګلستان بیا دوهم مقام خپل کړ.
نن د جون په ۲۰ مه نېټه بنګله دېش د اسټرلیا پر وړاندې د نړیوال جام ۲۶ مه لوبه کوي، یاده دې وي چې انګلستان، اسټرالیا او هند لوبډلې  په یاد جام کې مخکښه او پیاوړې دي.