له نړیوال جام دمخه افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تمریناتي سیالۍ کوي

خان وزیر عابد

ټاکل شوې چې له نړیوال جام وړاندې دواړه لوبډلې دوه – دوه وارم اپ یا تمریناتي سیالۍ ترسره کړي، تر څو نړیوال جام ته د خپلې لوبډلې جوړښت او اماده ګي په سمه توګه وکړي. د دې سیالیو په لړ کې افغان لوبډله هم دوه تمریناتي سیالۍ د پاکستان او انګلستان پر وړاندې ترسره کوي.

د (۲۰۱۹) کال نړيوال جام به د راتلونکې مۍ میاشتې پر دېرشمه نېټه د لس غوره لوبډلو ترمنځ پیل شي، د دې جام لومړنۍ لوبه به د جنوبي افریقا او انګلستان ترمنځ په لندن ښار کې ترسره شي.

د تمریناتي سیالیو لپاره لوبغالي یا میدان ته د ورتګ له امله د ټکټونو ورځ او بیه هم معلومه شوه، ویل کیږي چې د پاخه عمر لرونکو کسانو لپاره به یو ټیکټ په پنځلس پاونډو ورکول کېږي، دغه راز هغه ځوانان چې عمرونه یې تر( ۱۶) کلنۍ کم وي هغوۍ ته به د لوبې د کتلو یو ټېکټ په یو پاونډ ورکول شي.

په نړیوال جام کې به د تمریناتي سیالیو لړۍ د راتلونکې مۍ میاشتې پر (۲۴) مه نېټه د نړيوال جام وړاندې پیل شي چي افغانستان له پاکستان سره په (۲۴) مه نېټه او انګلستان سره په اوويشتمه نېټه تمريني لوبه کوي.

افعانستان ۲۳ کسیزه ملي لوبډله همدا مهال په جنوبي افریقا کې ده، دا لوبډله به هلته نږدې یوه میاشت تمریناتي کمپ ترسره کړي، له هغې ځایه به ۱۶یا ۱۵ کسیزه لوبډله د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ انګلستان ته وخوځېږي.

یاده دې وي چې په نړیوال جام کې به هره لوبډله د یو بل پر وړاندې یوه یوه سیالي ترسره کوي چې ټولې نهه سیالۍ کېږي، دغه راز په ټول جام کې به ټولې (۴۳) نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.