د انګلنډ کرکټ ملي لوبډلې افغان لوبډله په تمریناتي سیالۍ کې ماته کړه

_ تاند

نن دوشنبه د افغانستان او ګوربه انګلنډ لوبډلو تر منځ د کرکټ تمریناتي سیالۍ ترسره شوه، دا سیالۍ د انګلنډ په اووال لوبغالي کې نن (مۍ۲۷) ترسره شوه.

ددې لوبې پچه انګلنډ وګټله او افغانستان ته یې د منډو کولو بلنه ورکړه. افغان اتلانو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره له سیالې لوبډلې ۱۶۰ منډې وکړې او د ۱۶۱ منډو هدف یې ورته وټاکه چې له منځه یې محمد نبي ۴۴ او نورعلي ځدراڼ ۳۰ ډېرې منډې وکړې.
ورپسې د انګلستان لوبډلې د توپوهنې خپله پاڼۍ پیل کړه او د افغان لوبغاړو له لوري ورکړل شوی هدف یې د یوه لوبغاړي په سوځېدو په ۱۷.۳ اورونو کې پوره کړ چې په پایله کې ترې افغان لوبډلې ماتې ومنله.

په افغان توپ اچوونکو کې محمد نبي یو کس وسوځوه او انګلنډ په اسانۍ سره دا لوبه وګټله.

افغانستان خپله لومړۍ تمریني لوبه له پاکستان څخه ګټلې وه. دا د نړیوال جام لپاره تمریني لوبې وې.

یاده دې وي چې نړیوال جام د همدغې میاشتې په اخر کې پیلیږي چې د افغانستان لومړۍ رسمي لوبه د جون په لومړۍ نېټه د اسټرالیا پر وړاندې ترسره کړي.