د شهزاد ټپي کېدل او د هیوادوالو بې ځایه غبرګون

را لیږونکی: منصف شینواری
د افغان کرکټ ملي لوبډلې د پېل پیاوړی لوبغاړی شهزاد محمدي اوس روغ رمټ دی، دا چې د لوبې په جریان کې هغه د پښې درد درلود، نو هرو مرو به له لوبي نه کښېناست، خو زمونږ اکثریت کرکټ پوهان او په ځانګړي ډول ژر او په غیاب کې پریکړه کونکي افغانان په دي غصه شوي چي شهزاد قصداً دا کار وکړ او له  خپلې غوره لوبې نه یې ځان بهر کړ.
داسي نه ده؛ شهزاد د زمري په شان سیالۍ ته پیل ورکړ، په څلوریزو یي برید کوونکي لوبه پېل کړه او خپل د پېل لوبغاړي حضرت الله ځاځي ته يي ډاډ ورکړ، زه مطمئن وم چي که چیرته نورې ویکټې هم لاړې شي؛ پاتې لوبه به شهزاد د زمري په څېر په لوبه کې شپګیزې یا څلوریزې وهلې او لوبه به یې پای ته رسولی، که د شهزاد کیچ او سټمپ اوټ نه شکايت کوئ؛ نو آیا نجیب او حضرت کیچونه میس نه کړل ګلبدین نائب، مجیب ځدران او شینواري میس فلډینګ ونه کړه؟
باید په خبرو کې احتیاط وکړو، ځکه د لوبغاړو روحیې ته زیان رسوي، شهزاد به د پاکستان خلاف راتلونکي لوبه کي سلیزه وهي او خپل مینه وال به خوشحاله ساتي.

په پام کې ده افغان کرکټ ملي لوبډله د پنځوس اوریزه سیالېو نړیوال جام د پېل لوبه د اسټرالیا خلاف ترسره کړي، که څه هم یاده لوبډله اوس په کرکټ راج کوي، خو افغان لوبډله هم د نړۍ په لسو پياوړو لوبډلو کې قرار لري او هیلې شته چې بریاوې به ترلاسه کوي.

هیوادوالو! ستاسې دعاوې او د لوبغاړو خپل زیات کوښښ به رنګ راوړي ان شاالله، د ښو زیرو په تمه اوسئ.