شهزاد || د اختر په ویاړ د کرکټ له اتلانو سره خواله

شهزاد لومړی خپلو ټولوهیوادوالو ته د راتلونکي لوی اخترمبارکي وویله اوبیا یې وویل چې په کرکټ لوبه کې یې غټ ارمان دا دی چې په یو اور کې شبږ شپږیزې ووهي.

شهزاد همداراز وایي «کله چې اختر راباندې په بل هېواد کې راشي نو بیا زه کور کې یو چا ته سپارښتنه کوم چې زما پرځای دې هم قرباني وکړي.»

محمدي زیاته کړه «چې کله د اختر له لمانځه څخه کور ته راشم نو کور کې ماشومانو او د کورنۍ غړو ته اختري پېسې یا عیدي هم ورکوم.»

2رحيمي، عیدي یا اختري ډیره یادوې څنګه ماته خو به دې چل نه وي جوړکړی ههههههههههههههه ګوره زه عيدي نه ورکوم هسې ټوکې مې وکړې.

خبریال هههههههههه شهزاده  پوهیږم په لوبو کې هم کله کله ټوکې کوې.

هههههههههههههههههه زه ټوکې ډیرې خوښوم.

شهزاد وايي، له افغاستان ورورسته مې د خوښې لوبډله د هندوستان ده او د خوښې لوبغاړی مې هم هندي ایم ایس ډوني دی.

نوموړی زیاته کړه په ملي لوبډله کې زیات ګپ شپ او ټوکې ټکالې له نورعلي او رحمت شاه سره کوي او همداراز شهزاد وویل «جالبه لوبه مې د زیمبابوې پر وړاندې وه چې (۱۱۸) منډې مې په شل اوریزه لوبه کې وکړې.

دی وایی جالبه خاطره یې په کرکټ لوبه کې دا ده چې یوه ورځ نجیب تره کی چې په ډیپ سکویر لیګ کې ولاړ و، او ترڅنګ یې بل هیڅ فلډر نه و، او چغي یې وهلې چې کېچ ماته پریږدئ هماغه و، چې کېچ یې هم ډراپ کړ.

محمد شهزاد له خپلو هېواد والوغوښتنه وکړه چې دوعاګانې دې ورته وکړي چې ژر ملي لوبډلې ته ستون شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *