ګلبیدین نایب|| د اختر په ویاړ د کرکټ له اتلانو سره خواله

نایپ: خپلو ټولو مینه والو او وطنوالو ته د اخترمبارکي وایم الله دې د دغه اختر په برکت زموږ په ګران هېواد کې سوله راولي.

نایب وایي « زه په اختره کې اول کور ته ځم او کور کې ماشومانو او د کورنۍ غړو ته د اخترمبارکي او عیدي ورکوم بیا د خپلو دوستانو او خپلوانو کره مبارکې ته ورځم.»

2ګلبدین نایب وايي چې «جالبه لوبه مې د زیمابوې پر وړاندي د هغې لوبې ګټل و چې تر ورورستیو شیبو ودریدم او افغان ملي لوبدله مې بریا ته ورسوله.»

نایب دغه راز وویل« زه هم بهر کې قرباني نکوم او په کور کې خپلو مشرانو ته یادونه کوم چې زما پرځای دې هم قرباني وکړي.»

نایب هم په اخره کې پر ځوانانو غږ وکړ چې د خپلو والدینو ډیر قدر او عزت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *