نورعلي ځدران|| د اختر په مناسبت د کرکټ له اتلانو سره خواله
نورعلې ځدران هم په پېل کې هېواد والوته د لوی اختر مبارکی وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د خدای تعالي په مرسته دې دا اختر د سولې د زېری راوړي.
نورعلي وایي «ښه ملګري مې په لوبډله کې رحمت شاه او شهزاد دي او تل ورسره ټوکې ټکالې کوم، د خوښې شارټ مې فلیک او ډرایب دی.»
ځدراڼ وايي «زما پرځای ډیر وخت زما مشر ورور قرباني کوي او کله چې زه له لوبډلې سره بهر یم نو هلته اختر مزه نه راکوي ځکه د افغانستان اختر او د کورنۍ غړي مې یادیږي.»
نورعلی زیاته کړه چې د خوښې لوبغاړی یې د جنوبي افریقا هاشم املا دی.
ځدراڼ د خپلو خبرو په پای کې پر ځوانانو غږ وکړ چې خپله ټوله پاملرنه تعلیم ته وکړي.