ضیاالرحمان اکبر|| د کرکټ له اتلانو سره خواله

 فضل رحیم رحیمي:

اکبر وايي: د افغانستان ټول غیرتي ولس ته د اخترمبارکي وایم خوښ یم چې دا ځل اختر له خپلې کورنۍ سره تېروم.

«زه هم لومړی لمونځ ادا کوم، بیا کورته راځم او خپلې کورنۍ ته د اختر مبارکي وایم؛ ورورسته له ملګرو سره چکرته وځم.

په لوبډله کې مې ښه ملګری ناصرعمر دی او ډیر وخت له همده سره پاتې کیږم.»

ضیا الرحمان اکبر زیاتوي:«غواړم اینده کې د افغانستان د ملي لوبډلې یو ښه توپ اچونکی شم همدا مې لوی ارمان دی چې د ملي لوبډلې لپاره ښه ولوبیږم.»

رحیمي: د اختر لپاره دې جامې کړي؟

 ضیا: «هو! درې جوړی.»

 خبریال: یوه به ماته رانه کړې هههههههههههههههه

ضیا:« ولي نه»

ضیا وايي، هروخت قرباني کوي او دا ځل یې هم د قربانۍ اراده کړې ده.»

ضیا اکبر زیاتوی« شپږیزه نږدې ده او ان شاالله له ځانه به ښه وړتیا وښیم.»

ضیالرحمان د خپلو خبرو په پای کې ښکلی پیغام هم وړاندی کړ او ويې ویل« په اختر کې خپلو ماشومانو ته اجازه مه ورکوئ چې پلاستیکي تفنچې او یا نور پلاستکي شیان واخلي.

د دی پرځای یې تشویق کړئ چې قلم او کتابچې واخلي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *