نه ماتیدونکی سړی! / اکبر اقبال

د افغانستان کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره یو مشر لوبغاړی د دومره ښکلیو او زړه راښکونکو مراسمو په ترڅ کې د لوبې له نړۍ رخصت شو. د زرګونو نندراکونکو پر وړاندې افغان زمري نوروز منګل خپله وروستۍ لوبه کوله او تر څنګ یې د کالونو او سختو شیبو ملګری شهزاد محمدي ولاړ ؤ؛ د تل په څېر نوروز شهزاد ته هماغه خبره کوله ، شیزي! پام کوه! ارام! بال ته ګوره! د دې چانس شته چې ایرلېنډ ته په لسو ویکټو ماتې ورکړو! دغه دوو ملګرو یو ځل بیا ثابته کړه چې لا یې هم په مټو کې زور شته او کولی شي هیواد ته نور ویاړونه هم راوړي، خو نوروز نور نه غوښتل چې د ځوانو لوبغاړو تر مخې خنډ پاتې شي ده غوښتل چې له لرې یې ننداره وکړي او چکچکې ورته وکړي. له دې وروسته به په فزیکي ډول نورز منګل له لوبغاړو سره په میدان کې نه وي؛ خو له ډرېسېنګ روم نه به صلاح مشورې ضرور ورلیږي. کريم صادق په خپله یوه مرکه کې ویلي وو، نوروز منګل د کرکټ یو مکمل کتاب دی او ځوان لوبغاړو ته پکار ده چې دا کتاب ښه سم دقیق ولولي او څومره چې کیږي ګټه ترې واخلي.

منګل هغه لوبغاړی ؤ چې کالونه یې د کرکټ د ښه کیدا لپاره هلې ځأې کړي وې. ده په سختو شپو ورځو کې کرکټ ته مخه کړي وه، ډېر وخت به یې جیبونه او ګېډه خالي وې، خو د کرکټ تشه یې حتماّ پوره کوله. تاج ملوک وايي، له لوبې وروسته رانه نوروز منګل بېدرکه شو، زه ورپسې اېخوا دېخوا وګرځیدم خو پیدا مې نه کړو، بالاخېره مې یو ځای کې ولیدو چې چپس خوري؛ دا د هغې وخت د لوبغاړو اقتصادي حالت ؤ.

نوروز هیڅ وخت ماتې نه منله که څه هم چې نوموړی به په سختو کې ؤ خو ده تل کوښښ کولو چې لوبډله متحده وساتي، او هیوادوالو ته لوبه وکړي.د ۲۰۱۶ کال په شپږيزه کې د نوروز مور بي بي سخته ناروغه وه، نوروز یې له ناروغتیا خبر شوی ؤ خو ده نه غوښتل چې نور ملګري یې خبر شي، لوبه یې جاري وساتله خو ملګرو ته یې د دې احساس ور نکړو چې ګواکي ده ته کومه ستونزه پېښه شوي ده، له لوبې لږه شیبه وروسته یې مور بي بي د حق داعي ته لبېک ووایه.

منګل په دې فکر کې ؤ چې څنګه وکوی شي کرکټ ته خدمت وکړي، هر ځل به یې ویل، ضرور نه ده چې مونږ د تل له ملي لوبډلې سره یو ځای وو؛ مونږ کولی شو په نورو برخو کې کرکټ ته خدمت وکړو، د کلي له شاړو نیولي بیا تر ولسوالۍ او ولایت میدانونو پوري مونږ کولی شوځوان لوبغاړي تربیه کړو خو ضرور دا ده چې دا لړۍ دوامداره پاتې شي او ښه لوبغاړي مخې ته راولو.

نوروز منګل له نن نه نږدې څه باندې یوه لسیزه د افغان لوبډلې سره پاتې شو، د دریو واړو فارمېټونو دکپتانۍ تر څنګ یې په لوبډله کې د یوه عادي لوبغاړي په څېر د څو کپتانانو لاندې لوبه کوله او هیڅ وخت یې داسې نه ګڼله چې ګواکي نوموړي کپتانان له ده کم عمره او یا هم کمه تجربه لري، د نوموړي په وخت کې زیات ځوان لوبغاړي راوټوکیدل، نجیب ځدراڼ،راشد ارمان، هشمت شاهدي، طارق ستانکزی، شاهد مندوزی، شرف الدین اشرف، احسان جنت، شبیر نوري او داسې نور دا هغه نیالګي دي چې د همدې نوروز په لاس کرل شوي او انشاءالله چې د افغانستان راتلونکي ملي لوبډلې ستوري به وي.

منګل د تېرو څو لسیزو په جریان کې د ملي لوبډلې یو لوی پېټۍ اوچت کړی ؤ او اوس یې دغه بار دوه چنده شو، ځکه چې د همدې ځوانو او مشرانو لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشری ور ترغاړی شوه. اوسمهال د کرکټ مبصرین او مینه والهیله لري چې په ملي او نورو لوبډلو کې د ځوانو لوبغاړو ته زیاتې موقع ورکړلی شي او مشران لوبغاړي د په تدریجي ډول له لوبې سره خدای په اماني وکړي او په نورو برخو کې د کرکټ ته خدمت وکړي؛ځکه چې کرکټ یوه داسې لوبه ده چې زیاتې انرژۍ، قوي ذهن، او صحتمند وجودته اړتیا لري چې پخوانيوهغو کې دا خصوصیات یو څه کم لیدل کیږي.

نو! د مینه والو همدې هیلو ته په کتو مونږ نوروز منګل ته په خپله نوي دنده کې بریالیتوب او کامیابي غواړو او امېد دی لوبډله به مو د تل په څېر بریالی وي.

په همدې هیله!

اکبر اقبال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *