نوروز منګل خپله وروستۍ مسابقه په ۳۲ منډو پای ته ورسوله

تاند- نوروز منګل نن د افغانستان په ملي ټیم کې خپله وروستۍ نړیواله لوبه وکړه.

۳۲ کلن منګل د نمیبیا په وړاندې د صحرا کپ په سیالۍ کې ۳۲ منډې وکړې.

دی تېره میاشت د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې له لوبېدو تقاعد شو خو د کرکت بورډ د غوراوي کمېټې مشري وروسپارل شوه.

نوروز منګل، چې د ۱۹۸۴ م کال د جولای په ۱۵ مه په کابل کې زېږېدلی، ډېره موده د ملي ټیم کیپتاني کړې ده.

ده په ۴۹ نړیوالو یو ورځینیو مسابقو کې ۱۱۳۹ منډې کړي چې د منډو اوسط یې ۲۷ اعشاریه ۱۱ کېږي.

منګل د ۴۹ یو ورځنیو سیالیو په ۱۶ لوبو کې بیټنګ کړی چې په لړ کې یې ۸ ویکټونه اخیستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *