د شهیدي او منګل په مټ د امریکا المصافي لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسېده

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي او پخواني کیپتان نوروزمنګل، چې د امریکا په المصافي لوبډله کې لوبېږي، د حشمت شهیدي به مرسته خپله لوبډله پایلوبې ته ورسوله.

 د امریکا په دغو ازادو شل اووریزو سیالیو کې د نوروزمنګل تجربې او د حشمت الله شهیدي ځوانو مټو مرسته وکړه چې المصافي کرکټ لوبډله د امریکا د تچجارتي کرکټ سیالیو په منځلوبه کې د میامي شارکز ټیم ته په ۶ ویکټونو ماتې ورکړي او نیمه پایلوبې ته ورسېږي.

نوروز منګل ۳۵ او حشمت الله شهیدي ۳۹ منډې وکړې او د میامي له لوري د ۱۱۹ منډو هدف یې د ۴ لوبغاړو د سوځېد په بدل کې په ۱۶ اوور کې پوره کړ.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې میامي لوبډله ځکه په ستر هدف ټاکلو کې پاتې راغله چې شرف الدین اشرف ۲ او افتاب عالم ، جاوید احمدي او ګلبدین نایب یوه ـ یوه وېکټه ترلاسه کړه.

په ځوابي لوبه کې جاوید احمدي او نجیب الله ځدران بې له دې چې کومه منډه وکړي، وسوځېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *