د موۍ تای افغان لوبغاړو ۳ میډالونه وګټل

تاند- د افغانستان د موۍ تای ملي ټیم د روسیې په کازان ښار کې د ژېړو یا برونزو درې میډالونه وګټل.

دا نړیوالې مسابقې د نوومبر په شلمه پیل شوي او تر نن (نوومبر۲۷/ پوري افغان لوبغاړو ۳ میډالونه ګتلي دي.

په دې سیالیو کې سید روح الله موسوي په ۵۱ کیلو وزن کې په یوه بري، احمد شجاع جمال په ۵۴ کیلو وزن کې په یوه بري او یوې ماتې د ژېړو میډالونه وګټل.

همداراز سهراب سلحشور په ۷۵ کیلو وزن کې د کوربه هیواد په لوبغاړي مسابقه وبایلله خو بیا یې هم د برونز میډال ترلاسه کړ.

خو عارف نظري په ۶۷ کیلو وزن کې خپل ازبک سیال ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته بریالی شو.

د روسیې د کازان ښار په سیالیو کې د موۍ تای ۷ افغان لوبغاړي، ۲ حکمان او یو روزونکی برخه اخیستې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *