افغان کرکټ لوبغاړو سکاټلنډ مات کړ

تاند – د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلنډ ملي ټيم ته د ۷۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه د سکاټلنډ په مرکز ایډنبرا کې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه. لومړی بیټنګ افغانستان وکړ . افغان لوبغاړو په ۳۷ اعشاریه دوو اورونو کې ۱۷۸ منډې جوړ کړې او د باران له امله اورونه راکم شول خو سکاټلنډیان د افغانستان خوار پیاوړي باولنګ ته ټینګ نه شو او ټول لوبغاړي یې په ۲۷ اعشاریه یو اوور کې وسوځیدل.

دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ او راشد خان دوې دوې ویکټې واخیستې، محمد نبي درې لوبغاړي وسوځول. میرویس اشرف هم په زړه پورې باولنګ وکړ، ده د درې اعشاریه دولس منډو په اوسط په څلور اورونو کې یو تن وسوځاوه.

د بیټنګ په برخه کې شهزاد محمدي ډیر ښه وځلید، ده په ۹۱ توپونو ۸۴ منډې جوړې کړې. شهزاد د دې یو ورځنۍ لوبې غوره لوبغاړی شو.

 په باراني هوا کې بیټنګ سخته وي په تیره بیا د سکاټلنډ په میدانونو کې چې رطوبت وي او وریځې ټیټي وي توپ ډير تاویږي راتاویږي او د تیز باولر لپاره داسې حالت مساعد وي، خو د افغانستان په باولرانو کې ورو توپ اچونکی راشد خان د تل په څير وځلید او دوه ویکټې یې واخیستې.

د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ یوه ورځ مخکې تر دې لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه د باران له امله مساوي پای ته رسیدلې وه. تمه ده چې څلور ورځې وروسته افغانستان له ایرلنډ سره یوه ورځڼۍ لوبه په بلفاست کې وکړي او تر دې وروسته افغان لوبډله څو پرله پسې لوبې له ایرلنډ سره لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *