له سکاټلنډ، آیرلنډ او هالنډ سره د افغانستان د مسابقو وختونه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جولای له ۴ مې /دوشنبې/ له سکاټلنډ، ایرلنډ او هالنډ سره مسابقې پیلوي.

لومړۍ دوې مسابقې به یې له سکاټلنډ سره د دغه هیواد په پلازمېنه کې وي.

افغان ټیم په سکاټلنډ کې د دغه هیواد له ټیم سره د جولای په ۴ مه د پلازمېنې ادینبرا په ګرانج لوبغالي کې لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه کوي.

د افغانستان او سکاټلنډ دوهمه مسابقه په همدغه لوبغالي کې د جولای په شپږمه پلان شوې ده.

د دواړو مسابقو د پیلېدو وخت د سکاټلنډ د سهار ۱۰ بجې او ۴۵ دقیقې ښودل شوی دی.

د افغانستان او آیرلنډ سیالۍ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له آیرلنډ سره ۵ یو ورځینۍ مسابقې کوي. لومړۍ سیالي به د جولای په ۱۰ مه په ستورمونټ کې وکړي.

دوهمه سیالي د جولای په ۱۲، درېمه سیالي د جولای ۱۴، څلورمه سیالي د جولای ۱۷ او پنځمه سیالي د جولای په ۱۹ کوي.

د پنځو واړو مسابقو د پیلېدو وخت د سکاټلنډ د سهار ۱۰ بجې او ۴۵ دقیقې ښودل شوی دی.

وروسته به د جولای له ۱۹ د اګست تر لومړۍ پوري افغان ټیم له هالنډ سره په څلور ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي.

3 thoughts on “له سکاټلنډ، آیرلنډ او هالنډ سره د افغانستان د مسابقو وختونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *