سکاټلنډ د افغانستان په وړاندې لوبډله اعلان کړه

تاند- پریسټن مومسین (Preston Mommsen) به د سکاټلنډ په ادینبرا کې د افغانستان په وړاندې په دوو یو ورځینیو نړیوالو سریز مسابقو کې یو وار بیا کیپتاني وکړي.

د سکاټلنډ سرروزونکي ګرانت برادبرن د خپل ټیم د لسو لوبغاړو نومونه اعلان کړل. ده وویل:«تر ځان له وړاندې ټیمونو (د رینک له پلوه) سره د مسابقې چانس د سکاټلند لپاره لوی فرصت دی. موږ له افغانستان سره په ګرانج لوبغالي کې د سیالۍ هرکلی کوو.»

ده د سکاټلنډي لوبغاړو نومونه په دې ډول اعلان کړل:

Preston Mommsen, Kyle Coetzer, Alasdair Evans, Brad Wheal, Calum MacLeod, Con de Lange, Craig Wallace, Mark Watt, Matthew Cross, Michael Leask, Richie Berrington, Safyaan Sharif, Ruaidhri Smith.

د افغانستان ټیم

محمد شهزاد، نورعلي ځدراڼ، جاوید احمدي، اصغر ستانکزی، رحمت شاه، محمد نبي، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدراڼ، راشید خان، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، دولت ځدراڼ، حمید حسن، شاهپور ځدراڼ، امیر حمزه او یایمن احمدزی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *