ایټالیا او آیسلنډ خپلو سیالانو هسپانیا او انګلیستان ته ماتې ورکړه

تاند- د اروپايي اتلولیو په ناک اوټ پړاو کې نن /دوشنبه/ ایټالیا د ډېرو د توقع خلاف د هسپانیا لوبډلې ته ۲ پر صفر ماتې ورکړه.

هسپانیا، چې دوه ځلې یې پر له پسې اروپايي کپ ګټلی وو چا باور نه کاوه چې مسابقه به بایلي.

د ایټالیا لوبډلې لپاره لومړی ګول جيورجيو کيليني په لومړۍ نيمايي کې وکړ او د ګټلو لپاره یې بخت پرانست.

د ایټالیا دوهم ګول ګرزینو پلې وواهه.

د ایټالیا ټیم به په منځلوبو کې له جرمني سره مخامخ شي.

په بله لوبه کې چې د انګلیستان او آیسلنډ ترمنځ وشوه دوه پر یو د آیسلنډ په ګټه پای ته ورسېده.

انګلیسان پر لوبه ډېر برلاسي ول خو ایسلنډي لوبغاړو د ګول وهلو موقع ورنه کړ.

په دې توګه د انګلیستان ټیم کور ته او د ایسلنډ ټیم منځلوبو ته لاړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *