افغانستان سږ له سکاټلنډ، هالنډ او آيرلنډ سره مسابقې لري

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سکاټلنډ، هالنډ او ايرلنډ سره مسابقې وکړي.

ملي لوبډله به په روان زېږديز کال کې لومړى سکاټلينډ ته سفر وکړي او د کرکټ بورډ په وینا ملي ټیم به د جولاى له څلورمې څخه له سکاټلنډ سره په دوو يوه ورځنیو نړيوالو سیالیو کې مخامخ شي.

دغه راز تر دې وروسته به د جولاى له لسمې څخه ايرلنډ له افغانستان سره د پنځو يو ورځنيو نړيوالو سیالیو کوربه توب وکړي. تر دې لوبو وروسته به د افغانستان ملي لوبـډله هالنډ ته لاړه شي او د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره به د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې څلور ورځنۍ مسابقه وکړي.

2د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسيم الله دانش وايي، چې له تېر يوه کال راهيسې د کرکټ له بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو سره د لوبو له امله د ملي لوبډلې د لوبغاړو تجربې او مهارتونه زيات شوي دي.

هغه زياته کړې: ((موږ له سکاټلنډ، هالنډ او ايرلنډ سره سیالیو ته لېواله يوو، موږ په نړيواله کچه د پرمختګونو په حال کې يوو.))

په نړیوال شل اووریز جام کې د انګلیستان او سریلانکا په وړاندې ښې لوبې او ویست انډیز ته، چې د دغو سیالیو اتل شو، ماتې د افغان لوبغاړو روحیه خورا لوړه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *