هالنډ په شل اوریزو سیالیو کې آیرلنډ مات کړ

په هند کې د کرکټ د نړيوالو شل اووريزو سياليو په ترڅ کې نن /یکشنبه/ هالنډ وتوانېده چې ايرلنډ ته په ۱۲ منډو ماته ورکړي.

 پچه ايرلنډ ګټلې وه خو د اکثرو لوبو خلاف یې پرېکړه وکړه چې اول بیټنګ مقابل ټیم وکړي او په خپله باولینګ وکړي.

د باران له امله دغه لوبه شپږو شپږو اوورونو ته رالنډه شوې وه. هالنډ لوبډلې په ۶ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۹ منډې جوړې کړې او ايرلنډ ته يې د ۶۰ منډو هدف وټاکه.

ايرلنډ لوبډلې په ټاکلو شپږو اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې د ۴۷ منډو په جوړولو سره لوبه هالنډ ته وبايلله.

د دغې لوبډلې لپاره سټرلينګ په ۷ توپونو کې د ۱۵ منډو په جوړولو سره تر ټولو ښه لوبه وکړه.

د هالنډ لپاره سټيفن مې برګ په ۱۸ توپونو کې د ۵ څلوريزو په وهلو سره تر ټولو ډېرې يعنې ۲۷ منډې جوړې کړې. دغه دواړه ټيمونه د نړيوالو شل اووريزو سياليو دوهم پړوا ته په لار موندلو نه دي کامياب شوي.

له دغه ګروپ څخه بل پړاو ته د تلو لپاره د عمان او بنګله دېش لوبډلو تر منځ لوبه ترسره کېږي او کامياب ټيم به د مارچ پر ۱۶ له پاکستان سره مخامخ کېږي.

وړاندې افغان لوبډلې زیمبابوې ته په ماتې ورکولو سره د نړيوالو شل اووريزو سياليو دوهم پړاو ته لار موندلې وه او لومړۍ لوبه به يې مارچ پر ۱۷ له سريلانکا سره وي. د افغانستان ټیم د مارچ په اوولسمه له سریلانکا سره مخامخ کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *