ايرلينګ هالنډ د بروسيا ډورټمنډ سره يو ځاى شو، نور هم شته

محمود خان منندوى
رسمي خبر: ایرلینګ هالنډ د سالزبورګ څخه د بروسیا ډورټمنډ سره یو ځای شو.
د ډورټمنډ سره د هالنډ قرارداد تر 2024م کال پورې دی.

د هالنډ د رانیولو لپاره یوونټوس، منچسټر یونایټیډ او لایپیزیګ هم کوښښونه کول.

هالنډ د سالزبورګ سره د روان فصل په ټولو ټورنمنټونو کې:
• 22 لوبې
• 28 ګولونه
• 5 د ګول پاسونه
• 5 هټریکونه

رونالډو پرون په دوبۍ کې د سپورټ په څوارلسم نړيوال کنفرانس کې ګډون کړی و او د دې تر څنګ پر ګڼو مسایلو هم وغږېد.
نوموړى زياتوي: کله چې د فوټبال سره مخه ښه وکړم، نو غواړم خپلې زده کړي له سره پیل کړم. زه غواړم په بشپړه توګه پر مطالعې کولو او یادولو تمرکز وکړم؛ ځکه کومې مطالعې چې ما تر اوسه کړي دي، هغو ټولو پوښتنو ته جواب نه شي ویلای، چي زما په ذهن کې دي.