رونالډو: غواړم په فلمونو کې کار وکړم، نور هم شته

 په شخصي ژوند کې د هر څه لپاره وخت شته، ورځ 24 ساعته ده. تاسو کولای شئ تمرین وکړئ، استراحت وکړئ او د خپل کورنۍ او دوستانو په څنګ کې اوسئ. زما ټول وخت تمرین کولو ته نه دی ځانګړی شوی.

رونالډو د دوبۍ په پروني سپورټي کنفرانس کې: کله چې د فوټبال سره مخه ښه وکړم، نو غواړم خپلي زده کړي له سره پیل کړم. زه غواړم په بشپړه توګه پر مطالعې کولو او یادولو تمرکز وکړم، ځکه کومې مطالعې چې ما تر اوسه کړي دي، هغو ټولو پوښتنو ته جواب نه شي ویلای، چې زما په ذهن کې دي.

رونالډو په دوبۍ کې د سپورټ په څوارلسم نړېوال کنفرانس کې ګډون کړی و او د دې تر څنګ پر ګڼو مسایلو هم وغږېده.

رونالډو: هغه څه چې ما ځان ته جذبوي، هغه سېنما ده او غواړم په فلمونو کې کار وکړم، چې د دې لپاره به په یوه فلم کې هم کار کول امتحان کړم. ما تر اوسه د خپل فوټبال په دوران کې یو کمزوری فصل نه دی لرلی.

 زه خپل په ژوند کې همیشه د زده کړي او پرمختګ په لټه کې یم او سر له اوسه د فوټبال سره د مخه ښې لپاره پلانونه لرم. غواړم تر فوټبال وروسته خپل انګلیسي ژبه غښتلې کړم او په هالیوډ کې هم کار وکړم.

 تاسو د دې کار له پاره خپل هوسا نړۍ پریږدئ، ډېر څه زده کړئ او ډېر خپل ځان د ننګونو سره مخ کړئ.

د ګلوب ساکر له خوا د پرټګال د بنفیکا او د هالنډ د ایاکس کلبونو اکاډمۍ د 2019 کال غوره اکاډمۍ انتخاب شوې.

رونالډو: دا څلورم پرلپسې او په مجموع کې شپږم ځل دی، چې رونالډو دا جایزه ترلاسه کړه. ( فالکاو، میسي او ریبري، 1)

رسمي: کریسټیانو رونالډو د ګلوب ساکر له خوا د 2019 کال غوره لوبغاړی انتخاب شو.