رونالډو ته د ۴۰۰ ګولونو کمیس

فضل رحیم رحیمي: ریال مادريد فوټبال کلب خپل تکړه لوبغاړی، رونالډو ته د۴۰۰ ګول وهونکي لوبغاړی کمیس یا شيرت ډالۍ کړ.

د د اروپايي غوره لیګ په نيمه پایلوبه کې، رونالډو له پرله پسې درې ګولونو وهلو ورورسته ویلي و چې ډېر ژر به خپل ۴۰۰ ګولونه پوره کړي.

ریال مادرید فوټبال کلب خپل لوبغاړي ته له لوبې ورورسته، د ۴۰۰ نمبر لرونکي شيرټ ډالۍ کړی.

رونالډو د ریال مادرید فوټبال کلب ته بې شمېرې بریاوې ورپه برخه کړي.

نوموړی تراوسه د دغه کلب لپاره ۳۹۹ ګولونه وهلي دي.

یاد کلب د کرسټینا رونالډود دې کامیابي په خاطر شيرت ډالۍ کولو ترڅنګ جشن هم ولمانځه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *