رونالډو ۱۰۰ ملیون ډالري معاش رد کړ

تاند- د نړۍ نامتو فوټبالر کریستیانو رونالډو د یوه چینايي کلب له لوري د کال د سل ملیون ډالره معاش وړاندیز رد کړ.

د رونالډو د پروګرامونو منېجر جورج ماندس وايي، چینايي کلب د دې ترڅنګ چې کریستیانو رونالډو ته د کال ۱۰۰ ملیون ډالره معاش منلی و، ریل مادرید کلب ته د رونالډو د ورکولو په بدل کې ۳۰۰ ملیون ډالره وړاندیز کړې وې.

رونالډو په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د نړۍ تر ټولو تکړه لوبغاړی غوره شوی دی.

رونالډو د سږ کال په نوومبر کې له ریل مادرید سره تر ۲۰۲۱ پوري قرارداد اوږد کړ.

نوموړی په ۲۰۰۹ م کال د انګلیستان له مانچستر یونایټد څخه ریل مادرید ته د ۱۰۰ ملیون ډالرو په بدل کې لاړ.

دی د نړۍ تر ټولو قیمتي لوبغاړی ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *