رونالډو د فوټبال لومړنی ملیاردر شو

تاند (جمعه، د جوزا۱۶) د ایټالیا د یوونتوس کلب لوبغاړی کریستیانو رونالډو  په نړۍ کې د فوټبال لوبې لومړنی لوبغاړی دی چې ملیاردر کېږي.

د فوربس مجلې د راپور له مخې، رونالډو په تېرو ۱۷ کلونو کې، چې د فوټبال په نامتو کلبونو کې لوبېږي، ۶۵۰ ملیون ډالره معاش اخیستی او نورې پیسې یې له سپانسرونو او اعلانونو څخه ترلاسه کړي دي.

رونالډو د پرتګال د ملي لوبډلې غړی هم دی.

تر ده وړاندې د ګلف لوبغاړي ټایکر ووډز او د سوکلوبې (بوکس) لوبغاړی فلویډ مې تر یوملیارد ډالره زیاته شتمني ټوله کړې وه.

د تېر (۲۰۱۹) کال په سپټمبر کې ګزته دیلو سپورت (La Gazzetta dello Sport) مجلې د ایټالیا په یوونتوس لوبډله کې د رونالډو عاید ښودلی و.

د دې مجلې پر اساس رونالډو د ایټالیا په کلبونو کې تر بل هر لوبغاړي ډېر معاش لري چې د کال ۳۱ ملیون یورو کېږي.

رونالډو د ۲۰۱۸ کال په دوبي کې د هسپانیا له ریال مادرید څخه یوونتوس ته لاړ. یوونتوس د رونالډو لپاره ریال مادرید ته ۱۰۰ ملیون یورو ورکړې.

رونالډو د بریتانیا په مانچستریونایتید کې هم لوبېدلی او تراوسه پورې یې ۵ ځلې طلايي توپ ګټلی او خپل ټیم یې هم ۵ ځلې د اروپا اتلولۍ ته رسولی دی.