د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې روزونکی: ما د کین ویلمسن د ګوښه کېدو هڅه نه ده کړې

ولید ( خپلواک )

 د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې روزونکي هغه اوزاې رد کړي چې په ده لګول شوې وي.

 په ګاري سټيډ تور و چې هغه د نیوزیلنډ اوسني بریالي لوبډلمشر کین ویلمسن د لوبډلمشرۍ څخه ګوښه کاوه، خو اوس په تازه څرګندونو کې ګاري سټیډ ویلي:

(( دا خبر بلکل غلط دی. ما د کین ویلمسن د ګوښه کیدو هیڅ هڅه نده کړی، زه پر هغه ویاړم هغه د نیوزیلنډ لپاره یو ډېر بهترینه لوبډلمشر دی، موږ ولیده چې هغه په پنځوس اوریزه جام کې د انګلستان پر وړاندې ډېر ښه ولوبید، هغه وښوده چې د نیوزیلنډ لپاره ډېر وفادراه او ښه لوبډلمشر دی.))

وړاندې داسي شکونه وو چې ګاري سټیډ غوښتل د کین ویلمسن پرځای باندې ټام لیتم د نوې لوبډلمشر په توګه وګوماري.

یاده دې وي چې کین ویلمسن د نړۍ په کيپتانانو کې یو له تجربه لرونکو او با ارزښته لوبغاړو څخه دی.