هند د جنوبي افریقا له لوبلړ وړاندې د کرکت یو شمېر مسوولین له دندو ګوښه کوي

ولید خپلواک

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې راتلونکی سیریز د سویلي افریقا لوبډلې سره په هندوستان کې ترسره کیږي. دغه درې یو ورځنۍ سیالي د مارچ په میاشت کې ترسره کیږي چې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه د مارچ پر دولسمه دوهمه پر ۱۴ او درېمه سیالي بیا د همدې میاشتي پر ۱۷ نېټه ترسره کیږي.  د دغه سیالیو د پیل کیدو څخه مخکی به ځنې کسان له دندو ګوښه او نورو ته به دکار زمېنه برابره کړي د ام ایس کا  مشر او د غوراوې کمېټې د مرکزي زون مشران به له دندې ګوښه شي.

 د هند پخوانی کرکټر لکشمن سیاراماکرشین ، اجیت اګرکار ، راجیش چوهان او وینکتیش پردیش ته به نوې دندې ور وسپارل شي.

 د بي سي سي آی مشر سوراپ ګنګولي وویل: (( تر اوسه دوی کاندیدان دي، بل غټ بدلون به دا وي چې ګوتم ګمبیر به هم له خپلې دندې ګوښه شي؛ ځکه هغه په پارلمان کې خپله دنده پر مخ وړي.))

 ګنګولي زیاتوي، مدن لال او سلېکشنا نایک د کرکټ د مشورتي کمیټې غړیتوب اوس ترلاسه کړی، دوی به په خپلو دندو پاتې شي. ګنګولي د هندوستان د مشهوره الرونډر هارډیک پانډیا په اړه وویل، هغه لاهم د ملا درد لري، نو ممکن په راتلونکو لوبلړونو کې چانس ور نه کړل شي.