پولارډ: ډېر خوښ یم چې د نشایر لوبډلې سره لوبېږم،

 ولید (خپلواک)

 د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې تکړه او غوره الراونډر کیرون پولارډ به د انګلستان په کورني تجارتي لیګ ویټاليټي بلاسټ سیالیو کې د نور ټامپټو نشائر لوبډلې په ګټه ولوبیږي. انګلستان کرکټ بورډ هم یو تجارتي لیګ لري چې هر کال پکې د نړۍ بهترینه لوبغاړي لوبیږي.

 دغه ۳۲ کلن لوبغاړي په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ م کلونو کې د سومرسیټ لوبډلې لپاره لوبیدلی و. پولارډ د کرکټ په نړۍ کې ډېره زیاته تجربه لري او په ځانګړي ډول بیا په شل اوریزه لوبه کې بي ساري ګټونکی تمامیږي.

 پولارډ په خپله وروستۍ مرکه کې وویل: (( زه د نشاير لوبډلې څخه مننه کوم چې په لوبډله کې یې ځای راکړ، دوی ډېر ښه لوبغاړي لري او زه ډېر خوشاله یم چې په دغه لوبډله کې به ولوبیږم زه به سل فیصده هڅه وکړم چې دغې لوبډلې ته په توپ وهنه او توپ اچونه کې ګټونکی ثابت شم.))

 د پولارډ سربیره د پاکستان الراونډر فهیم اشرف او هالنډي سمر برانډن ګلوور هم د نشاېر لوبډلې سره د لوبیدو تړونونه لاسلیک کړې دي.

 د نشاېر لوبډلې سر روزونکی ډیویډ ریپلي ویلي:

 ((هغه یو ګټونکی او ښه لوبغاړی دی او ما چې له هر چا څخه د هغه پوښتنه کړې، نو مثبت ځواب یې ویلی دی دا به زمونږ د لوبډلې لپاره ډېر ګټور ثابت شي. ))