د بند امیر، بوست او امو زونونو مسوولین له دندو ګوښه شول

محمد فرید هوتک
د افغانستان کرکټ بورډ د بند امیر، بوست او امو زونونو مسوولین چې هر یوه یې له شا وخوا پنځو تر لسو کلونو او تر دې زیاتې مودې دندې ترسره کولو وروسته بیا هم د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې، دغه راز له خپلو دندو د ناوړه ګټې اخیستو، اداري اصولو نه مراعت او د دوي په چارو کې د نه روڼتیا له امله له دندو ګوښه کړل شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه څو اونۍ وړاندې د ټولو زونونو له مسوولینو سره هر اړخیزه ناسته ترسره کړه، چی په ترڅ کې یی د دوی کاري برنامو او کړنو ارزونه وشوه او هر یو ته دنده وسپارل شوه، څو خپل بشپړ او هر اړخیز راپورونه د افغانستان کرکټ بورډ سره شریک کړي، خو له بدغه مرغه دوی تر اوسه له ادارې سره خپل پلانونه، د کرکټ په ډګر کې د ځوان استعدادونو موندلو لارې چارې، د کرکټ پرمختګ او بنسټیزو برخو رغونې په ډګرونو کې پلانونه نه دي شریک کړي.

همدارنګه باید وویل شي چې په ټوله کې د یادو شوو زونونو مسؤلینو هر یوه میر عظیم الله مبارز، مسعود رحماني او نور عالم فرید په خپلو دندو کې د کلونو په تېریدو موثریت نه دی څرګند کړی او د دوی په شتون کې یی د زونونو پورې اړوندو ولایتونو ته کړنې په هیڅ حسابیږي.

د بېلګې په توګه د بند امیر زون مسؤل میر عظیم الله مبارز تر ډېره په زون او د زون پورې اړوندو ولایتونو لوبډلو کې خپلوي پاللې او حق یې حق دار ته ندی سپارلی چی یوه ښه بېلګه يې په روانو لېسټ اې سیالیو کې د اړوند لوبډلې نه ځلېدا ده چې په دې برخه کې ځینو رسنیو هم په دې وروستیو کې راپورونه خپاره کړل.

د بوست زون له مسؤل مسعود رحماني څخه څو وارې مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چی د زون راټول شوي عواید دې د کرکټ بورډ سره شریک کړي چی نوموړي تر اوسه په دې هکله کوم ګام نه دی پورته کړی او د دې ترڅنګ څو وارې د دوی پورې اړوند ولایتونو (زابل، قندهار، هلمند او هرات) څخه هم شکایتونه ترلاسه شوي دي چی حتی د اخلاقي فساد یادونې هم پکې ذکر شوې او د ځینو ټورنمنټونو په ترسره کولو سره یې له لوبغاړو غیرقانوني پیسې اخیستې دي.

د امو زون مسؤل نور عالم فرید چې د کرکټ له ادارې سره یې شا وخوا ۱۸ کاله کار کړی؛ په خپلو ټولو اړوندو چارو کې پاتې راغلی او څو ځلې د زون پورې اړوندو ولایتونو سره په دوه ګونې چلند تورن شوی او دا شکایت کرکټ بورډ مرکزي ادارې ته رارسیدلی، نوموړی ډېری وخت په سیمه کې موجود نه وي او حتی تر دې چی په نوروز جام سیالیو کې یی د مالي فساد اسناد هم کرکټ بورډ ته رارسېدلي دي او دغه راز ځینې نور داسې موارد هم شته چې نوموړی په سیاسي چارو ښکېل دی او اداره نه غواړي چې لوبه له سیاست سره ګډه کړي.

د یادولو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره په ټولو چارو کې روڼتیا ته لومړیتوب ورکوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له کرکټ لوبې ناوړه ګټه واخلي، ځانونه په فساد کې ښکېل کړي او دغه ملي لوبه د سیاستونو ښکار کړي.