د غازي امان الله خان د زونونو یو ورځینۍ سیالۍ پیل کیږي

خبریال: فضل رحیم رحیمي: د غازي امان الله خان د زونونو سیالۍ به د (۵) زونونو د لوبډلو په ګډون د خوست په کرکټ لوبغالي کې د اګست په ۱۰مه نېټه (د پنجشنبې له ورځې) پیل شي.

د غازي امان الله خان په یو ورځینیو سیالیو کې به پر ملي لوبډلې سربیره د ملي نولس کلنو، الف لوبډلې او د زونونو غوره لوبغاړي ګډون ولري.

دغه لوبې چې د کرکټ د نړیوالی شورا له خوا د یسټ (ای) په نوم پیژندل شوي دي ټول ګډون کوونکي لوبغاړي به یې له ټولو امتیازاتو برخمن وي.

په دې سیالیو کې به د بوست (بُست)، امو، سپینغر، میس عینک، او بند امير زونونو لوبډلې ګډون ولري.

د دې جام پایلوبه به د اګست په (۱۹) مه نیټه د ننګرهار په غازي امان الله کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *